بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
تَبَّتْ يَدَآ أَبِى لَهَبٍۢ وَتَبَّ
د ابو لهب دواړه لاسونه دې هلاك شي او دى هلاك شو
مَآ أَغْنَىٰ عَنْهُ مَالُهُۥ وَمَا كَسَبَ
د ده هېڅ په كار رانغى د ده مال او (نه) هغه څه چې ده ګټلي وو
سَيَصْلَىٰ نَارًۭا ذَاتَ لَهَبٍۢ
ژر ده چې دى به لمبې وهونكي اور ته داخل شي
وَٱمْرَأَتُهُۥ حَمَّالَةَ ٱلْحَطَبِ
او د ده ښځه هم، (زه د دغې) د لرګو اوچتوونكې (مذمت كوم)
فِى جِيدِهَا حَبْلٌۭ مِّن مَّسَدٍۭ
د دې په غاړه كې د كجورې د پټ مضبوطه رسۍ ده