بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
إِنَّآ أَعْطَيْنَٰكَ ٱلْكَوْثَرَ
بېشكه مونږ تا ته كوثر دركړى دى
فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَٱنْحَرْ
نو ته د خپل رب لپاره لمونځ كوه او قرباني كوه
إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ ٱلْأَبْتَرُ
بېشكه ستا دښمن هم هغه بې بنیاده (او لاولده) دى